د ۱۴۰۱ مالي کال د منځ کال بودیجه - د بودیجې لوی ریاست ـ مالیې وزارت

Описание к видео د ۱۴۰۱ مالي کال د منځ کال بودیجه - د بودیجې لوی ریاست ـ مالیې وزارت

د مالیې وزارت د ملي بودیجې لوی ریاست د مالي چارو او عامه لګښتونو قانون او د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په هدایت د ۱۴۰۱ مالي کال د منځني کال بودیجې سند چمتو کړ، چي خوشبختانه د افغانستان اسلامي امارت د کابینې له لوري تائید او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د فرمان له مخې تصویب او منظور سو.
د روان کال په پیل کي ټوله ملي بودیجه ۲۳۱،۴ میلیارده افغانۍ اټکل سوې وه، چي له دې جملې څخه ۲۰۳ میلیارډه افغانۍ لوړه بودیجه او ۲۷.۹ میلیارډه افغانۍ پراختیايي بودجه وه. خو د یو شمېر ادارو د اړتیاوو په نظر کي نیولو سره، د نیمایي کال بودیجې له بیا کتنې وروسته، د بودیجې ټوله کچه ۲۳۹ میلیارده افغانیو ته لوړه سوه.
همدارنګه د نیمایي کال بودیجې له بیا کتنې وروسته، له کورنیو عوایدو څخه د ملي بودیجې تمویل ۱۹۸،۷ میلیارډه افغانیو ته رسېدلی، چي د اټکل سوې شمېرې په پرتله ۱۲ میلیارډه افغانۍ زیاتوالی ښيي او د بودیجې کسرهم د کال په پیل کې د سوې وړاندوینې په پرتله ۴.۳ میلیارډه افغانۍ کم سوی دی.

Комментарии

Информация по комментариям в разработке