افغانستان کې پر ښځينه طبي زده کړو طالب بنديز، پر وړاندې يې غبرګونونه څه دي؟ بي بي سي

Описание к видео افغانستان کې پر ښځينه طبي زده کړو طالب بنديز، پر وړاندې يې غبرګونونه څه دي؟ بي بي سي

افغانستان کې د طالبانو روغتيا وزارت يوې سرچينې بي بي سي ته منلې، چې د روغتياپالنې ښځينه روزنيزو مرکزونو فعاليت د طالبانو د مشر له لوري ځنډول شوی، خو اوس یې يوازې وروستيو ازموينو لپاره اجازه ورکړل شوې ده. طالبانو لا تر اوسه په رسمي ډول ښځينه رزنيزو مرکزونو کې ازموينو د اجازې ورکړې په اړه څه نه دي ويلي. طالبانو د خپل مشر د امر له مخې خصوصي او دولتي انسټيټيوټونو ته ويلي، چې ښځينه زده کړې دې وځنډوي يا يې دې بيخي ودروي. دا بنديز په کلکه غندل شوی دی. اروپايۍ ټولنې د بشري حقونو له بنسټونو يوه بله بوږنوونکې سرغړونه بللې ده. د بښنې نړيوالې ټولنې هم، دا طالب ګام د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسيت له مخې د منظم بريد يوه برخه بللې ده. پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي بيا دا بنديز د خواشينۍ وړ بللی دی.

#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube:    / @bbcpashto  
Like us on Facebook:   / bbcpashto  
Follow us on Twitter:   / bbcpashto  
Instagram:   / bbcpashto  

Комментарии

Информация по комментариям в разработке