پښتون ژغورنې غورځنګ په کاناډا کې خپله څانګه فعاله کړه

Описание к видео پښتون ژغورنې غورځنګ په کاناډا کې خپله څانګه فعاله کړه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) په کاناډا کې خپله څانګه فعاله کړه او دغه څانګه چې په ټورنټو کې موقعیت لري د PTM پیغام د خپرولو لپاره به مهمه او اغېزناکه سرچینه وي.
تر دې وړاندې PTM په کاناډا کې څانګه نه لرله، خو د کاناډا میشتو افغانانو په غوښتنه، د غورځنګ مشرتابه پریکړه وکړه چې په دې هېواد کې خپلې هلې ځلې پراخې کړي.
منظور پښتین، چې په یوه انلاین زوم (Zoom) غونډه کې د کاناډا میشتو افغانانو سره خبرې کولې، وویل: "په کاناډا کې د PTM د څانګې پرانیستل زموږ د مبارزې یوه مهمه برخه ده."
پښتین زیاته کړه: "زموږ هدف دا دی چې په هر ګوټ کې، چې پښتانه افغانان او زموږ ملاتړي ژوند کوي، هغوی ته خپل پیغام ورسوو. "
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هیله وښوده چې په کاناډا کې د دې څانګې پرانیستل به د دوی د مبارزې لپاره یو ځواکمن بنسټ وګرځي چې د خپلو خلکو لپاره د حقونو او عدالت لپاره مبارزه وکړي.
د کاناډا د PTM څانګې لپاره د پښتنو ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د بیلا بیلو کميټو لپاره غړي هم وټاکل چې په خپله فېسبوک پانه یې د یادو کسانو نوملړاو په کاناډا کې یې د یادې څانګې رسمي فعالیت خبر هم خپور کړ.
د یادې څانګې مشر ډاکتر نعیم ابراهیم زي وصال ټلوېزیون ته وویل چې دوی په کاناډا کې د PTM د پیغام خپرولو ته ژمن دي.
ابراهیم زي وویل:" دا زموږ لپاره یو ویاړ دی چې د PTM سره یوځای شو تر څو د خپلو خلکو لپاره کار وکړو، په دې تنظیم کې به موږ لر اوبر افغانان را ټول وو تر څو وکولای شو د پښتنو په وړاندې د هر ډول ظلمونو په مقابل کې خپل غږ اوچت کړو."

Комментарии

Информация по комментариям в разработке