Ijaz Ufaq | Darwish Durrani | Pa zanzir pa zawlano taralai | اعجاز افق | درویش درانی | په زولنو تړلی

Описание к видео Ijaz Ufaq | Darwish Durrani | Pa zanzir pa zawlano taralai | اعجاز افق | درویش درانی | په زولنو تړلی

د اعجاز افق په غږ کې د دروېش دراني په زړه پورې غزل.
ته کوه عیش زه په ځنځیر په زولنو تړلی
ملګریه یمه د ضمیر په زولنو تړلی
ته خو بهار غوندې آزاد یې کله کله راځه
زه لکه ونه یم تقدیر په زولنو تړلی
دا خلک ولې انتظار د هغې ورځې کوي
چې پاچا مړ وي او وزیر په زولنو تړلی
ستا د تندي تر خال چاپېره ولونه ولونه زلفې
ستا د ښکلا د ښار امیر په زولنو تړلی
یوازې ستاسو خوشحال نه و په زندان دروېشه
و سکه پلار هم عالمګیر په زولنو تړلی

Комментарии

Информация по комментариям в разработке