New varieties of pomegranate in Afghanistan | په افغانستان کې د انارو نوي ډولونه

Описание к видео New varieties of pomegranate in Afghanistan | په افغانستان کې د انارو نوي ډولونه

د انارو نوي ډولونه

له نن څخه شاوخوا 15 کاله وړاندې د امريکا له کليفورنيا څخه د انارو 20 ډولونه افغانستان ته د څيړنو لپاره راوړل شول تر څو پدوى کې هغه ډولونه چې نتيجه يې ښه وي په افغانستان کې ترويج شي.
د هغو 20 ډولونو يو څو ډولونو يې ښه نتيجه ورکړه چې بيا لدې ډولونو څخه په مختلفو سيمو کې نمايشي باغونه او مورنۍ قوريې جوړې شوي.
پدې انارو کې داسې ډولونه هم شته چې په ګرمو سيمو کې هم ښه نتيجه ورکوي.

د دې انارو يو څو ښه خاصيتونه په لاندې ډول دي.
١، زياته ميوه توليدوي
٢، په کم عمر کې د ميوې په توليد پيل کوي
٣، د ميوې پوټکى او دانې يې سور رنګ لري
٤، ميوه يې بيدانه ده
٥، ميوه يې له محلي انارو څخه مخکې پخيږي

نن ورځ (١٤٠٣ کال د سمبلې مياشتې ٣٠ نيټه) د سروبي ولسوالۍ سرچينو (ملايانو) کلي ته تللي وو، هلته مو د ډاکتر صيب فضل هادي له باغونو، مورنۍ قوريې او نرسري څخه ليدنه وکړه.

په نوموړې سيمه کې دې انارو ډيره ښه نتيجه ورکړې ده، همدارنګه په کندهار کې يې هم نتيجه ښه ده او د يو ملګري باغ په پچير اګام کې دى هلته يې هم نتيجه ښه ده.

اوس د دې وخت رارسيدلى چې په نوموړو ډولونو کار وشي او ښه معياري باغونه ترې جوړ شي، خو يو شى بايد په ياد ولرو چې زموږ خپل انار که هغه د کندهار دي او که د تګاب دي هغه هم ښه فوق العاده مزيداره انار دي، په کومو سيمو کې چې زموږ خپل انار ښه توافق لري او د ميوې مارکيټ يې ښه وي بايد هلته هماغه انار وکارول شي او په هغو ځايونو کې چې د دې نوي ډولونو توافق، مارکيټ او عوايد زيات وي نو بيا دې دا نوي ډولونه وکارول شي. او که څوک د دې نوي ډولونو نيالګيو ته اړتيا لري، کولى شي له ډاکتر صيب فضل هادي سره اړيکه ونيسي (+93770479297).

او که د انارو عصري باغدارۍ په اړه مشورو ته اړتيا لرئ کولى شئ له موږ سره اړيکه ونيسئ.

محمد عزيز سيدي
0777604645
0786945678

هيله ده ويډيو له نورو سره هم شريک share کړئ ترڅو زيات وطنوال لدې نويو ډولونو څخه خبر شي.
#Afghanistanpomegranate
#Afghan fruit

Комментарии

Информация по комментариям в разработке