د خوست والي په مشرۍ اداري ناسته تر سره شوه.

Описание к видео د خوست والي په مشرۍ اداري ناسته تر سره شوه.

د خوست والي په مشرۍ اداري ناسته تر سره شوه.

نن چارشنبه د ۱۴۴۵ کال د ذوالحجه میاشتې په ۲۶ ویشتمه نیټه د ولایت والي ښاغلي الحاج مولوي عبدالقیوم روحاني په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه، چې پکې مرستیال والي الحاج مولوي محبوب شاه قانت، امنیه قوماندان حافظ عبدالرشید عمري او د دویمي واحدونو مسؤلینو ګډون کړی و.

د ولایت والي الحاج مولوي عبدالقیوم روحاني ناستې ته په پرانیستونکو خبرو کې وویل: د ټولو ادارو ریسان او مسؤلین مکلف دي، څو خپل مسؤلیتونه پر خپل وخت تر سره او چارې په همغږۍ سره پر مخ یوسي.

د ولایت والي وویل: موږ او تاسو ته را سپارل شوی مسؤلیت یو امانت دی او په دواړو جهانو یې موږ مسؤلیت هم لرو، ده ټنګار وکړ، چې ټول مسؤلین دې په اداري ناستو کې پر وخت ګډون وکړي.

ښاغلي روحاني زیاته کړه، ټول مسؤلین دې پدې ولایت کې د پلان شویو، روانو ، تکمیل شویو او نا تکمیل پروژو په اړه خپل معلومات ولایتي ادارې سره شریک کړي.
ده زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلو خلکو او خاورې د خدمت لپاره څرګنده پالیسي او پلان لري، چې موږ او تاسو یې باید په ښه ډول تطبیق او پلي کړو.

مرستیال والي الحاج مولوي محبوب شاه قانت وویل، چې ټول ادارات دې د ولایت نوي رهبرۍ سره په هغه شان همکاري وکړي، څه ډول یې چې د پخواني والي صاحب سره کوله.

ښاغلي قانت زیاته کړه، چې هر مسؤل چې په رسمي او غېر رسمي سفر ځي، ولایتي اداره دې په جریان کې کړي او د خپل سفر په اړه دې ګزارش شریک کړي.

مرستیال والي ټینګار وکړ، ټول هغه موضوعات چې په اداري مجلس کې تر بحث وروسته تصویبیږي، باید عملي شي او د یو مجلس بحث شوي موضوعات باید تر بل مجلس پورې پر مېز پاتې نه شي.

تر پرانیستونکو خبرو وروسته د اجنډا مطابق د څارنکوټ اوسیدونکو ته د پاکو اوبو پروژې تطبیق په اړه د ښاري اوبو رسونې آمریت په پیشنهاد بحث ترسره شو، پرېکړه کې د امنیه قوماندانی په مشرۍ د ښار جوړونې، ښاروالۍ، د ښاري اوبو رسونې آمریت او کرنې ریاست ګډ هئیت وټاکل شو، څو یادې موضوع ته د اسنادو له رویه رسیدګي وکړي او د پروژې تطبیق لپاره زمینه برابره کړي.

همدا شان د نویو بارګینو په ساحه کې د کمیسون له پریکړې پرته د تأسیساتو له لورې د نورو نویو بارګینونو د توزیع په اړه پریکړه وشوه، چې د مرکزي ادارې د پریکړې تر راتلو پورې دې په یاده ساحه کې هر ډول تصرف او توزیع بنده شي.

ناسته کې په یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو ګډ بحث ترسره او په اړه یې لازمې پریکړې ترسره شوې.

Комментарии

Информация по комментариям в разработке