د هوټلونو، تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو له پاره په انتفاعي او ثابته مالیه کي تخفیفونه رامنځته سول!

Описание к видео د هوټلونو، تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو له پاره په انتفاعي او ثابته مالیه کي تخفیفونه رامنځته سول!

د مالیې وزارت په وړاندیز او د عالیقدر امیر المؤمنین (حفظه الله) د حکم پر بنسټ د تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو د ثابتي مالیې او د رسټورانټونو د انتفاعي مالیې په برخه کي د پام وړ تخفیفونه رامنځته سول، چي پخوا به له هغو هوټلونو او سیارو رسټورانټونو څخه، چي ربعوار خرڅلاو به ئې د (۷۵۰۰۰۰) افغانیو څخه کم وو، (۲٪) انتفاعي مالیه اخیستل کېده او په هغه صورت کي، چي ربعوار خرڅلاو به ئې د (۷۵۰۰۰۰) افغانیو څخه زیات وو د (۵٪) مالیې تابع وو، چي د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د نوي حکم پر بنسټ د ټولو هوټلونو له پاره (۲٪) انتفاعي مالیه وټاکل سوه.
همداراز به د تېلو او ګازو پمپ سټېشنونو له في لېټر څخه (۰،۶٪) ثابته مالیه اخیستل کېده، چي د نوي حکم پر بنسټ، دغه کچه (۰،۳٪) ته راټیټه سوه.

#afghanistan
#afghanistannews
#afghanistancricket
#afghanistanupdates
#balkh
#bbc
#motivation
#توسعه
#اصناف
#خبر
#خبر_عاجل
#کابل
#افغانستان
#سیاسی
#فناوری
#تکنالوژی
#امارت_اسلامی
#وطن
#آبادی

Комментарии

Информация по комментариям в разработке