مجاهد: د دوحې غونډه کې ګډون مو د «تفاهم او ستونزو د حل» په موخه دی

Описание к видео مجاهد: د دوحې غونډه کې ګډون مو د «تفاهم او ستونزو د حل» په موخه دی

مجاهد: د دوحې غونډ کې ګډون مو د «تفاهم او ستونزو د حل» په موخه دی Purpose behind participation in Doha meeting is reconciliation and resolution of the problems
د دې ویډیو په اړه / در مورد این ویدیو
د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د دوحې غونډې ته د «تفاهم او ستونزو د حل» په موخه ځي او هڅه کوي نړۍ د افغانستان پر وړاندې ښه دریځ او تعامل ته راوبولي.

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه غونډه د روانې جون میاشتې په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه ترسره شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې غونډه کې د اسلامي امارت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ یو پلاوی چې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان بانک استازې او په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر په شامل دي، ګډون ګډون کوي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، دوی هیله لري چې د دوحې درېیمه غونډه به د هېواد د ستونزو د حل لامل شي.

هغه زیاته کړه: «دغه سفر له هيڅ لوري سره د دښمنۍ په معنا نه دی، بلکې له ټولو لورو سره د تعامل په نیت دی؛ هر فرصت چې د افغانستان د بهبود لپاره راځي، موږ غواړو ترې ګټه پورته کړو.»

Комментарии

Информация по комментариям в разработке