به سوی روشنایی: تغذیه سالم مادر و کودک و رهنمودهای مهم صحی در دوران بارداری

Описание к видео به سوی روشنایی: تغذیه سالم مادر و کودک و رهنمودهای مهم صحی در دوران بارداری

د رڼا په لور: د مور او ماشوم سالمه تغذیه

د مور تغذیه
یوه مور د ژوند په مختلفو دورو کې ښې تغذیي ته اړتیا لري. لکه د امیندوارۍ څخه مخکې، د امیندوارۍ پر مهال او له امیندوارۍ څخه وروسته یاماشوم ته د شیدو ورکولو په دوره کې. مور باید ډاډ ترلاسه کړي چې په دغو دریو دورو کې یي د اړتیا وړ خواړو څخه ګټه پورته کړې.

د امیندوارۍ پر مهال د مور تغذیه:
امیندواره مور باید له مختلفو خواړو لکه سابه، لبنیات، دانې، میوې او غوښو څخه ګټه واخلي، د دې ترڅنګ هره ورځ لږ تر لږه له ۸ څخه تر ۱۲ ګیلاسه اوبه وڅښي او په خوړو کې باید ایوډین لرونکي مالګه وکاروي.

د امیندواره میندو لپاره ویټامین او منرال لرونکي ګولۍ:
امیندواره میندې باید هغه ګولۍ یا ټابلیټونه او منرالونه په منظمه توګه وکاروي چې په هغه کې اوسپنه او فولیک اسید شامل وي، تر څو د وینې د کمښت او د ویټامنینونو د نشتوالي څخه مخنیوی وکړي.

د ماشوم تغذیه د مور لومړنیو شیدو (کولستروم) په واسطه:
کولستروم یا د مور لومړنۍ شیدې چې ورګه (فله) هم ورته ویل کیږي یو ژیړ رنګ لرونکې مایع ده چې د ماشوم لپاره ګټور مواد لري او ماشوم ته باید ژر تر ژره د زیږون وروسته په لومړني ساعت کې ورکړل شي.

مور، ماشوم ته د شیدو ورکولو پرمهال:
د مور له سینې سره د ماشوم تماس او د هغه په مناسب وضعیت کې ساتل، د مور د شیدو سره د ماشوم په تغذیه کولو کې مهم ارزښت لري. مور باید له ماشوم سره عاطفي اړیکه جوړه کړي، ماشوم ته د شیدو ورکولو پر مهال پام وکړي او د هغه یعنې ماشوم غوښتنو او اشارو ته ځواب وايي.

بشپړوونکي خواړه:
مور باید له ۶ میاشتو وروسته خپل ماشوم ته د خپلو شیدو تر څنګ بشپړونکي خواړه لکه؛ د پیرني په څیر نرم خواړه او میوه په ورځ کې دوه یا درې ځله ورکړي.
ماشومانو ته د پوډري شیدو له ورکولو څخه په کلکه ډډه وکړئ، ځکه چې دا کار په ماشومانو کې د اسهال او نورو ناروغیو احتمال زیاتوي او همدارنګه له پوډري شیدو څخه ګټه اخیستنه لوړ اقتصاد ته اړتیا لري.

Комментарии

Информация по комментариям в разработке