طالبان د پاکستان لښکر دی – افراسیاب خټک

Описание к видео طالبان د پاکستان لښکر دی – افراسیاب خټک

افراسیاب خټک وايي، طالبان د پاکستان لښکر دی؛ څوک به مخکې کوي او څوک به وروسته کوي، خو اړیکې نه ورسره پرې کوي. د پاکستان د سنا پخوانی غړی، افراسیاب خټک، د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونو ته په اشاره چې ویلي یې دي، افغانستان د بهرنیو جنګیالیو په مرکز اوښتی، وايي چې دا د پاکستان لوبه ده چې کورني او نړیوال لاملونه لري. نوموړی د طالبانو غبرګون هم لوبه ګڼي. ښاغلی خټک دغه راز اندېښنه څرګندوي چې امکان لري چې افغانستان د سیمې په کچه د نویو جګړو په ډګر واوړي او زیان به یې افغانان ګالي. د مېرمن ښایسته سعادت لامع سره د ښاغلي خټک د بحث بشپړ تفصیل دلته کتلای شئ.


د امریکاغږ پښتو یوټیوب چینل سره یوځای شئ او د ورځنیو مهمو خبرونو تر څنگ د افغانستان او نړۍ له گوټ گوټ څخه ځانگړي ویدیویي راپورونه وگورئ. د امریکا غږ پښتو ویبپاڼې، فیسبوک، ټویټر او انستگرام کې هم په لاندې لینکونو له مونږ سره مل شئ.


Subscribe to VOA Pashto’s YouTube channel for daily news, feature reports, interviews and many more on Afghanistan and the world. You can also follow us on Facebook, Twitter and Instagram with the following addresses.

Facebook:   / voapashto  
Twitter:   / voapashto  
Instagram:   / voa_pashto  

Комментарии

Информация по комментариям в разработке