پاکستان په افغانستان کې د یو ملي حکومت د عدم موجودیت نه اعظمي استفاده کوي- لیوال

Описание к видео پاکستان په افغانستان کې د یو ملي حکومت د عدم موجودیت نه اعظمي استفاده کوي- لیوال

په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لیوال وایي پاکستان د افغانستان سره په فرضي کرښې باندې د تشنجاتو د رامنځته کولو سره هڅه کوي چې د اصولو خلاف خپل نظامي حضور دې کرښې نه نږدې کړي. ښاغلي لیوال د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې پاکستان د کرښې دواړو خوا ته د پراته ولسونو په وړاندې هغه تاریخي ژمنه چې اول انګریزان او وروسته پاکستان درلود چې دوی به خودمختاره او ازاد وي هغه تعهد ماتوي او د بد امنۍ په پلمه خپل پوځي حضور په خزنده ډول نږدې کیږي. د لیوال په وینا اوس خبره تر هغه ځایه راورسیده چې کرمهو فاټا او نور هغه سیمې چې ډیورڼد کرښې د افغانستان څخه بیلې کړي دي هلته یي خپل نظامي حضور رسولی دی. اوس دوی په افغانستان کې د یوه ملي حکومت د عدم موجودیت نه په اعظمي استفادې سره غواړي دلته خپل پوځي تاسیسات ځای پر ځای کړي.


تاسو په دغه چینل کې د امریکا غږ پښتو تلویزوني خپرونې او سلګونه نور په زړه پورې علمي، تعلیمي او‌ تحقیقي راپورونه او مستندونه کتلای شی.
د اشنا تلویزوني خپرونې، اتصال، ځانګړې مرکې، حایل، کاروان، ژوند په امریکا کې، ۳۰ دقیقې، یوه موضوع او څو زاویې، د بوعلي سینا صحي‌ پروګرام او د افغانستان او نړۍ په اړه تازه خبرونه، ژور او هر اړخیز تحلیلونه تاسو ته وړاندې کوي.
د سپینې خبرې، نن او وضعیت، ستاسو غږ، د اشنا راډیو سهارنۍ او ماښامنۍ خبري‌ خپرونې، چې هم د راډیو، ډیجیټل او هم سپوږمکۍ له لارې خپرېږي تاسو په ورځنیو چارو او حالاتو خبروي. او تاسو ته د دقیقو تحلیلونو په وړاندې کولو سره دا فرصت برابروي چې خپل نظرونه د امریکا غږ اشنا راډیو تلویزون له لیدونکو او اورېدونکو سره شریک کړی.
امریکا غږ د متحدو ایالتونو د څو رسنیزو شبکو تر ټولو لویه اداره ده چې په نړۍ کې څه باندې ۲۳۷ میلیون هغو مخاطبانو ته په ۴۵ ژبو خپرونې کوي، چې ازادو رسنیو ته لاسرسی نه لري او یا یې ازادو رسنیو ته لاسرسی محدود دی. امریکا غږ په ۱۹۴۲ کال کې د کار له پیل راهېسې خپلو مخاطبانو ته د هر اړخیزو او مستقلو خپرونو او حقایقو رسولو ته ژمنه ده.
د امریکا غږ تلویزوني خپرونې په سپوږمکۍ او د راډیو په لنډو او منځنیو څپو او همدغه راز په موبایل او ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي.
د امریکاغږ پښتو یوټیوب چینل سره یوځای شئ او د ورځنیو مهمو خبرونو تر څنگ د افغانستان او نړۍ له گوټ گوټ څخه ځانگړي ویدیویي راپورونه وگورئ. د امریکا غږ پښتو ویبپاڼې، فیسبوک، ټویټر او انستاگرام کې هم په لاندې لینکونو له مونږ سره مل شئ.


Subscribe to VOA Pashto’s YouTube channel for daily news, feature reports, interviews and many more on Afghanistan and the world. You can also follow us on Facebook, Twitter and Instagram with the following addresses.

» SUBSCRIBE TO VOA PASHTO:    / @voapashto  
» VISIT OUR WEBSITE: https://www.pashtovoa.com
» LIKE OUR FACEBOOK PAGE:   / voapashto  
» FOLLOW US ON INSTAGRAM:   / voapashto  
» FOLLOW US ON TWITTER:   / voapashto  

Комментарии

Информация по комментариям в разработке