اصف درانی: د ټي‌ټي‌پي‌ کسان د طالبانو حکومت په وزارتونو کې ښکاره ګرځي

Описание к видео اصف درانی: د ټي‌ټي‌پي‌ کسان د طالبانو حکومت په وزارتونو کې ښکاره ګرځي

افغانستان لپاره د پاکستان مخکینی ځانګړی استازی اصف درانی وايي د پاکستاني طالبان تحریک یا ټي‌ټي‌پي د ترهګرۍ نوملړ کې لومړی شمېره خطر دی. هغه ادعا کړې چې د دې ډلې کسان افغانستان کې دننه د ده په خبره د طالبانو حکومت په وزارتونو کې ښکاره ګرځي. ښاغلي دراني په اسلام آباد کې زموږ له همکار افتخار خان سره مرکه کې ويلي، افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي او داعش خراسان ډلې فعاليتونه ټولې نړۍ لپاره لوی خطر دی.

Комментарии

Информация по комментариям в разработке