Ijaz Ufaq - Za La Khpala Zana Larey Yam Kho Ta Ye Ra Negday - Pashto Ghazal

Описание к видео Ijaz Ufaq - Za La Khpala Zana Larey Yam Kho Ta Ye Ra Negday - Pashto Ghazal

لکه اوښکې لکه سترګې لکه زړه یې رانیږدې
زه له خپله ځانه لرې یم خو ته یې رانیږدې

ما د خپل کلي په شانې ستا په پښو کې ېښی سر دی
لږ را وغځـوه لاس لکه د غـره یې را نیږدې

زه چې اوښکې څڅومه وبخښه ته پرې لمدېږې
ترتا جار شمه تر څیرې ګرېوانه یې رانیږدې

نیت کوم چې دې ادا کړم هسې نه رانه قضا شې
مینه مینه یې په شانې د لمانځه یې رانیږدې

خلک تش لاسونه لاړل خو کاروان دې ګټه وکړه
دا په دا چې ته مدام تر تاوانه یې رانیږدې
پیر محمد کاروان

Комментарии

Информация по комментариям в разработке