مسکو کې د افغان سولې غونډه کې څه تېر شول؟

Описание к видео مسکو کې د افغان سولې غونډه کې څه تېر شول؟

د طالبانو يو پلاوي د لومړي ځل لپاره د افغانستان د راتلونکي په اړه د سولې يوه نړيوال کنفرانس کې ګډون کړی دی. دغه کنفرانس چې نن مسکو کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګی لافروف پرانيست، د افغان سولې شورا، د پاکستان او چين حکومتونو پلاوي هم په کې وو. افغان حکومت په رسمي ډول دې کنفرانس کې برخه نه لري. طالبانو بيا ويلي دا غونډه یې د چا سره خبرې نه دي، او ګنې دوی د يوې سوله ييزې حل لارې راکتلو لپاره مسکو ته تللي دي. سرګی لافروف ويلي هېواد يې افغانستان کې د ترهګرۍ پای ته رسولو هوډ لري.

Комментарии

Информация по комментариям в разработке