Da Ghani khan baba nazam (Tool ao Taal)

Описание к видео Da Ghani khan baba nazam (Tool ao Taal)

‎تول او تال
‎په سترګو دې پردې د لېونتوب دی لېونیه
‎ته نه پېـــژنې تول، ته تش تال پېـــــژنې
‎ته ستـــــرګې د لیلا وینې، لیلا نه وینې
‎ته زړہ د سیپۍ نه پېــژنې، لال پېــــژنې
‎ته وینې د ګلاب سترګو کې سور د ژوند خمار
‎نه يې جال د جــرړو وینې، نه يې جنجال پېژنې
‎او اې د ادم زویه اې نیازبینــــــــه د اللہ
‎د زرو کالو باب کې ته یو کال پېـــژنې
‎زما او ستا خبرې د ھاتي ماشي وادہ دی
‎زہ ټوله لیلا وینــم ته يې یو خال پېژنې
‎زہ ترک د لوګي ترک یمـــــــه د تول د ادم
‎ته نه پېـــــژنې تول ته تش تال پېـــــژنې
‎خو خاص دې د دې دوؤ لېونو سترګو د پارہ
‎زہ جوړ به خپل تصویر کړمه د ټکو د غباره

#ghanikhan #ghanikhanpoetry #ghanikhankalam #ghanikhanpashtopoetry #poem #afghanistan #kpk #pakhtoon #poetry #people #pearl #mothilal #lal

Комментарии

Информация по комментариям в разработке