ټاکنيزه غونډه، د امريکا پر پخواني مشر بريد، دی په کې سرسري ټپي شوی - بی بي سي نړۍ دا وخت

Описание к видео ټاکنيزه غونډه، د امريکا پر پخواني مشر بريد، دی په کې سرسري ټپي شوی - بی بي سي نړۍ دا وخت

د امريکا پلټنو فډرالي اداره، اېف بي ای، او ځايي پوليس وايي هغه وسله وال چې پېنسېلوېنيا کې د ډونالډ ټرمپ ټاکنيزې غونډې سره نژدې پر يوه بام و، مخکې له دې چې د نښه ويشتونکو په ډزو ووژل شي، د غونډې يو کډوال يې وژلی او دوه نور یې ژوبل کړي دي. لکه دلته چې ويډيو کې ښکاري امنيتي کسانو د پخواني ولسمشر ژغورلو ته مڼډه کړه، او له دريځ یې ايستلو کې بيړه کوله، داسې حال کې چې د ده پر مخ وينې هم ښکارېدې. ټر ټولنيزو رسنيو يوه ليکنه کې ښاغلي ټرمپ ويلي، يوې ګولۍ يې غوږ سوری کړی. دی اوس نيوجرسۍ کې دی، چې پلان یې دی، نن شپه هلته د ګولف خپل شخصي کلب کې تېره کړي.

#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube:    / @bbcpashto  
Like us on Facebook:   / bbcpashto  
Follow us on Twitter:   / bbcpashto  
Instagram:   / bbcpashto  

Комментарии

Информация по комментариям в разработке