د چمن پرلتوال د وېزو او پاسپورټ شرط ختمېدل غواړي خو پرلت د ټرانسپورټرانو کار خراب کړی

Описание к видео د چمن پرلتوال د وېزو او پاسپورټ شرط ختمېدل غواړي خو پرلت د ټرانسپورټرانو کار خراب کړی

د بلوچستان په چمن کې کاروباریانو د افغانستان سره د تګ راتګ او تجارت لپاره د پاکستاني حکومت د وېزې او پاسپورټ شرط پر ضد احتجاج ته دوام ورکړی. دوی د اکتوبر پر شلمه دا پرلت پيل کړی وو. له دې وجې په زرګونو مال وړونکي ګاډي دواړوو خواوو ته ولاړ دي. ټرانسپورټرانو له حکومت او پرلتوالو غوښتنه کړې چې دا مسله زر تر زره حل کړي. د بلوچستان نګران حکومت د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي مشال راډيو ته ويلي چې کوښښ کوي چې دا مسله د خبرو له لارې حل شي. خو هغه زیاته کړې چې د دوو هېوادونو ترمنځ د وېزې او پاسپورټ شرط عادي خبره ده.
په دې اړه د صمد شبنم راپور اورو.

Комментарии

Информация по комментариям в разработке