طالبان وايي پر حکومتي دندو ګومارنه به يوازې د وړتياوو او مسلکيتوب له مخې وي - بی بي سي نړۍ دا وخت

Описание к видео طالبان وايي پر حکومتي دندو ګومارنه به يوازې د وړتياوو او مسلکيتوب له مخې وي - بی بي سي نړۍ دا وخت

طالبانو کابل کې د کار ملي کنفرانس په نامه يوه غونډه جوړه کړې، چې وايي دا يې حکومتي کارونو کې د وړ او مسلکي کسانو پر ګومارنې ټينګار ښيي. طالب چارواکو ويلي، يوازې هغو کسانو ته به دندې او کارونه ورکوي، چې وړتيا يې ثابته شي. خو له هغه راهيسې چې دغې ډلې افغانستان کې پر واګو ولکه کړې، د پخواني حکومت يو شمېر کسان يې له دندو لرې کړي، يو شمېر نور بيا له دغه هېواده تښتېدلي او په پراخ ډول داسې ادعاوې دي، چې وايي طالبانو پر حکومتي دندو خپل کسان ګومارلي، او دندې او کارونه يې د شخصي تماسونو له لارې خلکو ته سپارلي. پر دې سربېره طالبانو ډېرو حکومتي ادارو کې د ښځو پر کار هم بنديز لګولی دی.

#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube:    / @bbcpashto  
Like us on Facebook:   / bbcpashto  
Follow us on Twitter:   / bbcpashto  
Instagram:   / bbcpashto  

Комментарии

Информация по комментариям в разработке