ناشناس: د احمد شاه بابا او پټې خزانې په اړه مې خبرې ناسمې وې

Описание к видео ناشناس: د احمد شاه بابا او پټې خزانې په اړه مې خبرې ناسمې وې

د پښتو ژبې وتلي سندرغاړي ډاکټر صادق فطرت "ناشناس" ویلي، د پښتو ژبې ادبیات او تاریخ د ده د تخصص برخه نه دي او د احمد شاه بابا او پټې خزانې په اړه کافي مالومات نلري. د نوموړي ځینو څرګندونو دې وروستیو کې پر خواله رسنیو تاوده بحثونه را پارولي.

تېره اونۍ په لندن کې په یوه غونډه کې د احمدشاه بابا او پټې خزانې په اړه د ناشناس ځینو څرګندونو پر خواله رسنیو تود بحث را پاورلی.

د چارشبنې پر ورځ ښاغلي ناشناس د بي بي سي پښتو راډيو له مشر ډاکټر داود اعظمي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ومنله چې خپلو څرګندونو ته یې کوم اکادمیک جواز یا سند نه درلود، او زیاته یې کړه چې له تاریخ او ادبیاتو سره یې له پیله ډېره جوړه نه وه.

Комментарии

Информация по комментариям в разработке