د هلمند د نادعلی ولسوالۍ د لرغوني سیستان مهم مرکز، جاوید احمد وفا، هلمند افغانستان، Helmand

Описание к видео د هلمند د نادعلی ولسوالۍ د لرغوني سیستان مهم مرکز، جاوید احمد وفا، هلمند افغانستان، Helmand

د هلمند د نادعلي ولسوالۍ د لرغوني سیستان مهم مرکز
جاوید احمد وفا
ارواښاد استاد احمد علي کهزاد په خپل کتاب افغانستان د تاریخ په رڼاکې، چې د ښاغلي اورنګ زیب ارشاد له خوا پښتو ته ژباړل شوي لیکلي، کله چې د افغانستان شاوخوا د سند په سیمه کې د اندوس مدنیت، شمال لوري ته په هغو غونډیو کې چې د آمو د سیند په ښۍ غاړه کې پرتې دي د انو مدنیت او همدارانګه د ایران په خاور کې د سیالک او جبال مدنیتونو باندې ‍څېړنې شوي وي او د یادوو سیمو او مدنیتونو تر تاریخ وړاندې دورې د انسانانو د ژوند په اړه یې ‍ډیر لرغوني اثار او په زړه پورې معلومات تر لاسه سوي وه، خو هغه مهال د افغانستان د خاورې هغه نقشه چې د لرغوني پوهنې په پلټنو یعنې تر تاریخ مخکې دورې پورې اړه درلودله سپینه پاتې وه.
له نیکه مرغه په ۱۹۳۶ میلادي کال کې فرانسوي لرغون پوه پروفیسور هاکن او پروفیسور ګیرهمن چې تر تاریخ وړاندې دورې متخصص و او هغه وخت یې په ایران کې د لرغوني زمانی د اثارو په پلټنې بوخت وو د لومړي ځل لپاره د قبل التاریخ دورې د څېړنې او پلټنې کار د هیرمند په سیمه یا په بله وینا په افغاني سیستان کې طرح کړ او د هلمند د نادعلي په شاوخوا کې چې د زرنګ یعنی د سیستان د پخواني پلازمینې یوه مهمه برخه خرابې او کنډوالۍ پکښې هم شاملي دي په دوو غونډیو سورداغ او سپین داغ کې کیندني پیل کړي.

Комментарии

Информация по комментариям в разработке