آیا افغانانو په هغو احتجاجونو کې ونډه درلوده چې د عمران خان په پلوي کیدل؟

Описание к видео آیا افغانانو په هغو احتجاجونو کې ونډه درلوده چې د عمران خان په پلوي کیدل؟

د پاکستان پولیسو تیره اونۍ سلګونه هغه کسان ونیول چې د عمران خان د خلاصون له پاره یې احتجاج کړی و. پولیسو ویلي دي چې د نیول شویو کسانو په منځ نولس افغانان هم شامل دي.

د عمران خان د پلویانو د لاریونونو په پایله کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبرداری ورکړی چي، هغه افغانان چې (NOC) يا د «نه اعتراض تصديق» نه لري، د روان کال د ډسمبر مياشتي تر پایه دې له اسلام اباده ووځي.»

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د پاکستان د دغې ادعا په تړاو په یوې خبرپاڼه کې چې د طالبانو اړوند ویب پاڼې باختر آژانس کې خپره شوې ده، ویلي دي: «افغان کډوال د پاکستان په سیاسي لوبو کې ښکيل نه دي او د پاکستاني چارواکو دغه ډول تورونه د کابل او اسلام آباد تر منځ بې باوري ډیرولی شي.»

د پخلاېنې په دې اونۍ خپرونه کې له خپلو میلمنو په پاکستان کې د افغان کډوالو فعال ظاهر پښتون او په پاکستان کې خبریال طاهر خان سره پر دې بحث کوو چې آیا افغان کډوال په احتجانونو کې ښکیل ول؟

Комментарии

Информация по комментариям в разработке