Zama Shereen Laliya ۔ Ijaz Ufaq | Conversation Ghazal | Live At BZU Multan 2024 | Pashto New Song

Описание к видео Zama Shereen Laliya ۔ Ijaz Ufaq | Conversation Ghazal | Live At BZU Multan 2024 | Pashto New Song

Song: Zama Shereen Laliya
Vocalist & Compose: Ijaz Ufaq
Lyrics: Syed Shah Saqim
Recoding: Ijaz Ufaq Team

⚠ Copyrights Notice: ©Ijaz Ufaq 2.0 2024 Youtube Channel
** This video is copyrighted to Ijaz Ufaq 2.0 Official.
Strong action will be taken against anyone who re-uploads this video **
_________________________________

زما شيرين لاليه، وۍ زما خيالي لاليه
د جهانو ښکلي درجار سه تمامي لالیه

دا درنې شپې او ستا په نيمه شپه راتګ وګوره
پر بام درانه ګامونه ګرځي زړه مې چوي لاليه

چې ته دې مړ سې او بيا زه يوازې پاتې سمه
غلی سه، مه غږېږه، خدای دې نه کوي لاليه

که به ته مرې، زه دې په تا پسې دستي خيرات سم
لکه په تا پسې وېشلې سرخاکي لاليه

چې پروت لا نه يې او ولاړ يې تر سپېدو له مخه
کار دې خراب سه که تر ما وي ضروري لاليه

دوی وايي، پلارې دې لا له ما په خبرېدو خوشحال دی
خو وايي، مور دې په سر خاورې بادوي لاليه

ګمان په شرع ناروا دی ګمان نه کومه
تاته مالومه زما خپله مجبوري لالیه

تر تا قربان شه لوڅه غېږه، خو بېخي ساړه دي
دومره ساړه چې په چا ژامي رېږدوي لالیه

ملا دې ګونګ سي لکه کونګ په لوڅو سترګو ناست وي
شپه لا اوږده ده، لا تر اوسه ده وختي لالیه

توکل په خدای په دغه ژمي یوه غېږه واخله
او یوه مچه درکوم په پسرلي لالیه

ته چې راځې نو زه تباره لا وختې تېره کړم
درپسې چوف کړمه چې ځې ایت کرسي لالیه

دغسې نه ده چې دې سر پر سينه نه پرېږدمه
ما دې د برېتو څوکې کښته تخنوي لالیه

په تا مې پاتې د کامې او چاریکارو شېریخ
او په کابل کې د شینواري کړایي لالیه

دا نو خبره شوه چې لاس تر لمن لاندې غواړې؟
ته وا ماشوم یې، تا دې خدای کړي په ښادي لاليه

که به زما په خوله وي، ستوری دې تر ټولو لوړ شه
چې پاچاهان درته چوټې سموي لاليه

~سید شاه سقیم

#IjazUfaq #PashtoNewSong #ShereenLaliya

Комментарии

Информация по комментариям в разработке