استاد شاه ولی افغان - ظالمان می د غوښو نه کباب جوړوې

Описание к видео استاد شاه ولی افغان - ظالمان می د غوښو نه کباب جوړوې

Ustad Shah Wali Afghan

استاد غريبمل بل شعر چې هنرمندانو هم ويلى دى.

د خپل وخت مشهور شعر
تړمې اوښکې مې په مخ باندې دریاب جوړوي
ظالمان مې د زړه غـوښو نه کبـاب جــوړوي
محبـــت او صــداقـت راته بلا غوندې شـوه
گونگوسى د پاکې مینـې مې غوغا غوندې شوه
غمازان شـول ډلـې ډلې څه حسـاب جـــوړوي
ظالمان مـې د زړه غوښـو نه کبـاب جــوړوي
هغه زلفې چې عاشـق به ترینه ټـال جـوړوه
د وصال عنقا لپـاره به یې ترې جال جـوړوه
اوس مطرب ترینـه تـارونه د ربـاب جــوړوي
ظالـمان مې د زړه غوښـونه کـبـاب جــوړوي
د حـیا پـرده پـه مـخ کـونج او کنـار لټـوم
خـاموشي مـې اختیار کـړې خپل نـگار لـټـوم
حوصـله مې په موجـونو شـوه گرداب جــوړوي
ظالمان مـې د زړه غـوښـو نه کبـــاب جـوړوي
د چــا فکر به دنیا د چـا به کار ســره وي
څوک به ناست په میخانه کې د خپل یار سره وي
غریب مل قلــم په لاس د عشق کتاب جــــوړوي
ظالمان مې د زړه غوښونه کبــــاب جــــوړوي

Комментарии

Информация по комментариям в разработке