پر افغانستان د شوروي یرغل، چې هغه مهال کابل څنګه و، او روسانو او د کابل واکمن رژيم څه کول

Описание к видео پر افغانستان د شوروي یرغل، چې هغه مهال کابل څنګه و، او روسانو او د کابل واکمن رژيم څه کول

کابل په ۱۹۸۰ کې
پخواني شوروي اتحاد د سړې جګړې هسکه کې د ۱۹۷۹ کال ډېسمبر پر ۲۷ مه افغانستان ته ځواکونه ولېږل. دا هغه مهال و، چې ويتنام کې د امريکا او شوروي تر منځ د يوې بلې مرګونې سيالۍ له پای ته رسېدو نژدې پنځه کال تېر شوي وو. روسانو ويل دلوېديځ د يرغل مخنيوي په موخه او د افغانانو په بلنه پر افغانستان ورختلي دي. کابل کې د روسانو په ملاتړ واک ته رسېدلو د حفيظ الله امين په مشرۍ له مخکينۍ ادارې پاتې شوي خلقي شعارونه له دېوالونو او عامه ځايونو پاکول، او د خپلو شعارونو لپاره يې نوې لارښونې خپرولې. د ۱۹۸۰ کال جنورۍ کې د بي بي سي خبريال جېم بېډلف کابل کې و، د بي بي سي له ارشيفه یې دا راپور ګورو، چې د هماغه کال جنورۍ پای کې خپور شوی و.  
Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube:    / @bbcpashto  
Like us on Facebook:   / bbcpashto  
Follow us on Twitter:   / bbcpashto  
Instagram:   / bbcpashto  

Комментарии

Информация по комментариям в разработке