اوکرایین روسیه کې دننه پر پوځي اډې برید کړی دی - بي بي سي پښتو، نړۍ دا وخت

Описание к видео اوکرایین روسیه کې دننه پر پوځي اډې برید کړی دی - بي بي سي پښتو، نړۍ دا وخت

اوکرایین د بې پیلوټه الوتکې یو لوی برید کړی دی. کییف ادعا کوي چې د روسیې په ۳۰۰ کیلومترۍ کې دننه یې کړی دی. څلور ورځې وړاندې، اوکرایین د روسیې په کرسک سیمه کې د ځمکني برید خبر هم ورکړ. اوکراین په ختیځ کې، لېپتېسک سیمه کې د روسیې یوه مهمه هوايي اډه په نښه کړې ده. د اوکراین د امنیتي خدماتو سرچینو بي بي سي ته ویلي، په هوايي ډګر کې لسګونه روسي جنګي الوتکې او هلیکوپټرې او هغه ګودامونه چې تر ۷۰۰ ډېر ګلایډ بمونه پکې وو، ویجاړ شوي دي. برید د یوې زورورې چاودنې لامل شو او په هوايي اډه کې یې اور ولګاوه. د لېپتېسک سیمه ییز والي ویلي، څلورو کليو کې خلکو ته ویل شوي چې له خپلو کورونو ووځي.
#bbcpashto #bbcpashtotv #bbcnaraydawakht







Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube:    / @bbcpashto  
Like us on Facebook:   / bbcpashto  
Follow us on Twitter:   / bbcpashto  
Instagram:   / bbcpashto  

Комментарии

Информация по комментариям в разработке