ژر به د کابل ـ غزني د دویم لین سړک جوړولو کارونه پیل شي

Описание к видео ژر به د کابل ـ غزني د دویم لین سړک جوړولو کارونه پیل شي

لکه څنګه چې، څرګنده ده د کابل – غزني او کابل – جلال آباد پر لویو لارو د وسایطو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله هېوادوال او موټر چلوونکي د ترافیکي ستونزو سره مخ دي، په همدې اساس د هېوادوالو، سوداګرو او موټر چلوونکو د ترافیکي او ټرانسپورټي ستونزو د حل په موخوه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر بنسټ او د ټولګټو وزارت له پلان سره سم د کابل – غزني دویم لین سړک او د کابل – جلال آباد دویم لین سړک د پاته برخو ( د کابل ولایت له خاک جبار ولسوالۍ څخه د ننګرهار ولایت تر مملې باغ سیمې پورې) د اساسي رغونې کار د یاد وزارت لخوا د ټولپلازا د محصول په بدل کې پیل کیږي.
دا مهال ټولګټو وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې یو شمېر لویې عام المنفعه پروژې تر کار لاندې لري چې په بشپړېدو سره به یې د هېوادوالو په خاص ډول سوداګرو لپاره د سوداګریزو توکو په لېږد رالېږد کې بشپړې اسانتیاوې رامنځته شي.

Комментарии

Информация по комментариям в разработке