میدان وردګ ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختريزې سیالۍ پای ته ورسېدې

Описание к видео میدان وردګ ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختريزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د چک ولسوالۍ ورزشي کمېټې په لارښونه او همغږۍ د خوات سيمې په حضرت عمر فاروق «رض» لیسه کې د ځوانانو د يووالي په موخه د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د "اختریز جام" په نوم د والیبال اختريزې سيالۍ د هجرت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو د پايلوبې په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران، د باسکټبال فدراسيون رييس ميرويس ارغنديوال، د ياد ولايت ورزشي امر زبيح الله وهاج، قومي مشرانو، ورزشکارانو او د ورزش سلګونو مينوالو ګډون کړی وو.

د یادو سیالیو د پای جوړو شويو مراسمو ته د المپيک، بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدران وویل: خوښ يم چې نن له مرکز کابل څخه لرې په يوه کليوالي سيمه کې د ورزش د مينوالو په منځ کې ګډون لرم او د لوبغاړو له لوبې خوند اخلم او له ورزش سره د یادې سمیې د خلکو مینه یې وستايله.

ښاغلي ځدراڼ ډاډ څرګند کړ، چې د ورزش اداره به د خپل توان مطابق له دوی سره پوره همکاري کوي او د دوی ستونزو ته به ځان رسوي.

د دغو سياليو پايلوبې ته د مداد زرقاوي او هجرت زنداني لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې هجرت زنداني لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲_۰ ميدانونو په‌ توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د هيواد له ورزش ادارې څخه د تللي پلاوي له لوري نقدي ډالۍ ورکړل شوې او همدراز غوره ورزشکارانو او لوبډلو ته کپونه، ستاينليکونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

Комментарии

Информация по комментариям в разработке