بي بي شیرینه – په یوځل درې طلاقه ورکول قابل سزا؟

Описание к видео بي بي شیرینه – په یوځل درې طلاقه ورکول قابل سزا؟

00:00 «بي بي شيرینه» پروګرام - موضوع: پاکستان کې اسلامي نظریاتي کونسل حکومت ته سپارښتنه کړې چې په یو ځل درې طلاقه ورکول دې قابل سزا وګرځول شي. ایا په یو ځل درې طلاقه دې قابل سزا ولي وګرځول شي؟ د طلاق په اړه دا مهال کوم قوانین موجود دي؟ د دې ترڅنګ نورې هم پوښتنې لرو، او ورسره د سیمي او د نړۍ تازه خبرونه او ویډیو رپورټونه به هم درسره شریکوو. کوربنه، نګین شاه، مېلمنه، مهوش محب کاکاخېل.
07:00 د خیبرپښتونخوا د بنو د غوړہ بکاخیل سیمه کې امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد یو لوی ځمکنی او فضایي عملیات ترسره کړي دي. په دې عملیاتو کې د پاکستان پوځ یو لوړپوړی افسر، میجر عاطف، او دوه نور پوځیانو وژنه تایید شوې، او شپږ وسله وال هم وژل شوي دي. عملیاتو پرمهال د پینځو امنیتي عسکرو تر څنګ د سیمې دوه ځایي اوسیدونکي، چې یو ښځه هم پکې شامله ده، په ډزو کې ټپیان شوي دي.
15:05 ارشد حسېن
پاکستان وايي په دې هېواد کې د چينايي وګړو د امنیت په اړه په اسلام اباد کې ناست د چین د سفیر اندېښنې، په ښکاره توګه ښودل، د سفارتي ادابو خلاف کار دې. د چين سفير جيان زيډانګ ښکاره وېلي وو چې دا ورته د منلو وړ نه ده چې په شپږو میاشتو کې پرې دوه ځله حملې کېږي.
24:42 امریکا یو څل بیا ویلې، د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان د حکومت په نسکورولو کې د امریکا د لاس لرلو په تورونو کې هیڅ حقیقت نشته او د عمران خان پر ضد د قانوني مقدموپریکړه به د پاکستان عدالتونه وکړي. عمران خان په عوامي جلسه کې د هغه سايفر يا سفارتي مراسلې ذکر کړی و چې د هغه په وينا امريکا يې په حکومت نسکورولو کې لاس درلود.
40:32 بارکوال میاخېل
امریکې د دفاع وزیر لویډ آسټن او د هغه د جنوبي کوریا سیال کیم یانګ هیون د چارشنبې- شورو په ورځ په خبرو کې د شمالي کوریا د شاوخوا 10,000 هغو پوځیانو په اړه هم بحث وکړ چې اوس په اوکراین کې د جګړې لپاره روس ته لېږل شوي دي.
52:46 ریاض حسین
د پاکستان سټیټ بینک د مانیټري یا زرعي پالیسۍ د کمیټئ غونډه د نومبر په 4 نیټه رابللی او اقتصاد پوهان وایي امکان لري د سود په شرح کی 2 فیصدی نور کمی راشي. خو سوداګر غوښتنه کوي چې بايد د سود شرح یوې هندسې ته راکمه کړی شي.
01:01:18 «بي بي شيرینه» پروګرام - موضوع: پاکستان کې اسلامي نظریاتي کونسل حکومت ته سپارښتنه کړې چې په یو ځل درې طلاقه ورکول دې قابل سزا وګرځول شي. ایا په یو ځل درې طلاقه دې قابل سزا ولي وګرځول شي؟ د طلاق په اړه دا مهال کوم قوانین موجود دي؟ د دې ترڅنګ نورې هم پوښتنې لرو، او ورسره د سیمي او د نړۍ تازه خبرونه او ویډیو رپورټونه به هم درسره شریکوو. کوربنه، نګین شاه، مېلمنه، مهوش محب کاکاخېل.
01:08:46 فريد شينواری
د اسلاميه کالج پوهنتون استاذانو او زده کونکو په ياد پوهنتون کې احتجاج پېل کړی او د دې له کبله د زده کړو عمل په مکمله توګه ځنډېدلی دی. احتجاج کونکي استاذان دغه خبره ردوي چې ګني هغوی پوهنتون بند کړی او وايي د يوې خاص ډلې تنانو د لاسه د ماشومانو زده کړو عمل ودرېدلی دی.
01:16:50 حمیدالله
د ټي بي پحقله د صحت نړیوالی ادرای ډبلیو اېچ او د کال 2023 دپاره وړاندی شوی رپورټ شمیری ښايي په نړۍ کې د ټي بي د مریضانو شمیر ۸.۲ ملین ته رسیدلی دی. په کال 2022 کې دا شمیره ۷.۵ ملین تنان وه.
01:23:47 سعديه قاسم شاه
ټوله نړۍ کې د اکتوبر میاشت د ښځو د سینې سرطان یا بریسټ کینسر خطرناکې ناروغۍ په حقله د معلوماتو او پوهه عام کولو میاشت نمانځلی کیږي. طبي ماهران وايي په خیبر پښتونخوا کې هم دا مرض په ښځو کې سېوا شوی خو د طبی معايینه په وخت د شرمه دا پټول په ښځو کې دا مرض نور هم سېوا کوي. د دې د مخنيوي په حقله ډاکټران څه وايي؟
01:30:35 Deewa Beats with Karan khan Episode one
1. هېلو وي او اې:
«هېلو وي او اې» د روانو چارو خپرونه ده چې د سیمې او نړۍ د خبرونو او حالاتو ارزونه کوي، څېړونکي او مېلمانه پکې د تودو خبرونو په اړه ژوره تجزیه او څېړونه کوي. دا خپرونه د پاکستان په وخت د ماښام له ۷:۰۰ تر ۸:۰۰ بجو او د افغانستان په وخت د ماښام له ۶:۳۰ تر ۷:۳۰ بجو پورې په سېټلایټ ډیش ټي وي خپریږي.
2. لویه پښتونخوا:

«لویه پښتونخوا» یو ساعته خپرونه ده چې د پاکستان سیاست او ملکي خبرونو ته ځای ورکوي. دا خپرونه له دوشنبې- ګل تر جمعې پورې هره شپه د ماښام په ۸:۰۰ بجې په سېټلایټ ډیش ټي وي خپریږي. لیدونکي یې د پاکستان په وخت د ماښام له ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ بجو او په افغانستان کې د ماښام له ۷:۳۰ تر ۸:۳۰ بجو پورې کتلای شي.
3. ډیوه نیوز:

«ډیوه نیوز» یو ساعته ټیلیویژني خبري خپرونه ده چې د پاکستان، افغانستان او نړۍ د ګوټ ګوټ په اړه خبرونه خپروي. دا خپرونه هره ورځ د پاکستان په وخت د شپې له ۱۰:۰۰ تر ۱۱:۰۰ بجو او د افغانستان په وخت د شپې له ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې په سېټلایټ ډیش ټي وي خپریږي.

4. بي بي شېرینه:

«بي بي شېرینه» تفریحي ټیلیویژني خپرونه ده چې کتونکي ورته ټیلیفونونه راکوي او په پاکستان او افغانستان کې د ښځو پر مسئلو معلومات او بحثونه خپروي. دا دوه ساعته سهارنۍ خپرونه له یکشنبې- اتوار تر پنجشنبې- زیارت پورې د پاکستان په وخت د سهار له ۶:۰۰ تر ۸:۰۰ او د افغانستان په وخت له ۵:۳۰ تر ۷:۳۰ بجو پورې په سېټلایټ ډیش ټي وي خپریږي.

5. ولولې:

«ولولې» نیم ساعته اوونیزه خپرونه ده چې د ځوانانو موضوعاتو ته پکې ځای ورکول کیږي. دا خپرونه د هرې پنجشنبې- زیارت په سهار په ۱۱:۰۰ بجې خپریږي. په دې خپرونه کې د تعلیم، کېریر او ټولنیزو مسایلو په ګډون د سیمې له ځوانانو سره اړوند مسئلو باندې بحث کیږي.

له دغو منظمو پروګرامونو سره سره وي او اې ډیوه ځانګړيو رپوټونو، ډاکومینټري فلمونو او مهمو پېښو ته هم په ژوندۍ بڼه ځای ورکوي چې کتونکي په تازه خبرونو او پرمختګونو خبر او بوخت وساتي. وي او اې ډیوه په خپلو هراړخیزو پروګرامونو، کره او بې طرفه خبرونو خپرولو سره په پاکستان، افغانستان او نوره نړۍ کې د اورېدونکو لپاره د معلوماتو د باوري سرچینې په توګه کار کوي

Комментарии

Информация по комментариям в разработке