ملا محمد عمر مجاهد خپله مبارزه څنګه پیل کړه؟ د هغه له خپلې خولې یې واورئ

Описание к видео ملا محمد عمر مجاهد خپله مبارزه څنګه پیل کړه؟ د هغه له خپلې خولې یې واورئ

عزم نیوز د طالبانو د اسلامي غورځنګ د مؤسس او زعیم، ملا محمد عمر مجاهد، د اتم تلین په مناسبت هغه تاریخي وینا خپروي چې د ۱۳۷۵هـ ش کال د حمل د میاشتې په دویمه لسیزه کې نوموړي په کندهار کې د سلګونو دیني عالمانو یوې غونډې ته کړې وه. په دې غونډه کې د دیني عالمانو لخوا ملا محمد عمر مجاهد ته د امیرالمؤمنین لقب ورکړل شو.

په وینا کې مرحوم مجاهد د پاټکسالارۍ پر ضد د خپلې وسله والې مبارزې د پیل کیسه بیانوي، او وايي چې د طالبانو د غورځنګ مرام او هدف د خدای تعالی پر ځمکه د خدای نظام نافذول او ځمکه له فساده پاکول دي. د هغه په خبره، طالب د دې هدف لپاره قرباني ورکوي، خو د اسلامي نظام او حدودو د نفاذ دعوه د علماوو په سر کوي او ډاډه دي چې علماء یې په دې هدف کې ملاتړي دي، او حدود به علماء جاري کوي.

په وینا کې ملا محمد عمر مجاهد زیاته کړې چې ده خپله مبارزه په توکلِ محض پیل کړه – که څه هم کولای یې شوای چې د لَا يُكَلِّفُ اللّـٰهُ نَفْسًا اِلَّا وُسْعَهَا آیت شریف ته په کتلو د نورو خلکو په څېر کرار کښېني، ځکه هر چا به دا آیت د خپلې ناستې په دلیل کې راوړ او ویل به یې چې الله تعالی انسان تر خپله وسه مکلف کړی دی. هغه په خپله وینا کې له علماء کرامو غوښتنه کړې چې د دې آیت شریف لپاره ”کماحقه“ خپل ”مصداق“ پیدا کړي.

ملا محمد عمر مجاهد همداراز په خپله وینا کې وویل که هر کله یې دیني عالمان واجب العزله وبولي، نوموړی به سمدستي خپل واک پرېږدي. له دې خبرې سره سم یو دیني عالم ولاړیږي او وايي، واجب العزل نه یې، ټول رعیت سر درته ایښی دی ... د ټول عالم په سر وسترګو قبول یې.

ملا محمد عمر مجاهد وروسته زیاته کړه، ”د فاسقانو او فاجرانو دوره ختمه ده چې هغوی ته به عالم څه ویل، دوی به غوږ نه پرې نیو. دا دوره د طلباوو ده، دوی به حتما د علماوو لخوا ورته په ګوته شوي نواقص له ځانه لیرې کوي او یا به له دې صفه وځي“.

ملا محمد عمر مجاهد د خپلې وینا په وروستیو شېبو کې وايي که د قیامت په ورځ چا له ده سره حساب کتاب درلود، نو نوموړی به علماء تر ګرېوان نیسي ځکه چې دا صف او کار به د علماوو د نېستۍ او کمزورۍ له وجې کمزوری کیږي.

یادونه: د ویډیو په لومړیو کې نطاق د غونډې د کال په ښوولو کې تېر وتلی دی. یاده غونډه په ۱۳۵۷ کې نه، بلکې په ۱۳۷۵ کې شوې ده.

Комментарии

Информация по комментариям в разработке