متين په کور کې قلابند. اولسي سندره. اتل خان عبدالمتين خان.

Описание к видео متين په کور کې قلابند. اولسي سندره. اتل خان عبدالمتين خان.

خان عبدالمتين خان .
د جندول د خان عمرا خان لس ځامن او نهه لوڼه وې۔ عبدالمتين خان د بابا مشر زوے ؤ څوک چې د يوې اندازې مطابق په کال ۱۸۷۸ يا۱۸۷۹ کې په ميا کلي کښې پېدا شوے ؤ۔ د متين خان د قبر پۀ کتبه د هغۀ عمر ٦۵ او د مړينې کال ۱۹۴۵ ليک دے ۔ پۀ دې اساس زما پۀ خيال د هغۀ د پېدائش کلونه هم دغه پاس ليکلي کلونه ممکن کېدے شي۔ د متين خان مور د ميا کلي د صاحبزادګانو د کورنۍ بي بي وه۔ دا هغه ميا کلے دے چېرته چې سېد بادشاه جان اخون زاده مېشته ؤ څوک چې د عمرا خان بابا پۀ مملکت کې د هغۀ مشير ؤ۔ د متين خان مشره خور د دير پۀ چاړا نواب اورنګزېب واده وه او د دير د شريف خان لور بي بي د عمرا خان بابا پۀ نکاح کښې وه۔
عبدالمتين خان پلار پۀ نيکه ننګ پاله، وطن پاله مبارز او مجاهد خلق وو او دي۔ فيض طلب خان چې د غازي عمرا خان نيکۀ او د عبد المتين خان ور نيکۀ ؤ، د بونېر انبېلې د 1863 پۀ تاريخي غزا کې د جندول نه پۀ زرګونو وسله والې لښکرې د پېرنګيانو د سرکوبۍ د پاره لېږلې وې۔ په دې تاريخي قومي جنګ کښې فېض طلب خان خپل اته کلن نمسے عمرا خان هم د ځان سره بونېر ته بوتلے ؤ۔ دغه شان د پاس دير نه غزن خان، د سوات نه سوات بابا، د ملاکنډ باجوړ، بونېر، صوابۍ او رستم صودم نه پۀ ګڼ شمېر کښې پښتنو جنګيالو پۀ دغه قامي نخښته کښې حصه اخستې وه۔ د پښتنو د قومي يووالي او د شريک ننګ او جنګ نتيجه دا راوخته چې پېرنګي ډېر زيات وهل وخووړل۔ استعمار ته پۀ ډېره لويه پېمانه جاني مالي او عسکري تاوان واوختو۔ او خپلو کېمپونو مردان او نوښار ته پۀ تېښته واپس لاړل۔

د امبېلې د خونړي جنګ نه پس انګرېزانو د جنګ پۀ طور طريقو کې بدلون راوستو۔ هغوی کور پۀ کور او کلي پۀ کلي تنخوادار جاسوسان ونيول۔ پۀ دغه جاسوسانو کې د عامو وګړو نه سربېره د سيمې خانان، مولايان او اخون زادګان هم شامل وو۔۔ پۀ وړومبي پړاؤ کې انګرېزانو او بړېڅو د سيمې د خانانو په مېنځ کې غلط فهمۍ او بدګمانۍ پېدا کول شروع کړل۔۔ استعمار دښمنه قوتونه يې پۀ خپل مېنځ کې پۀ جنګ واچول۔۔ د يرغلګرو مهمه پاليسي دا وه چې اولسونه پۀ خپل مېنځ کې وجنګوي، تقسيم ئې کړي او پۀ هغوي حکومت وکړي۔۔

د عبد المتين خان پۀ پتمن ژوند، ننګ، پت او مبارزه د پوهېدو لپاره ضروري ده چې د هاغه وخت د پېرنګي استمعاري سياست پۀ ګوتو، هلو ځلو، مرګ ژوبله او مکر و فرېب هم خبره وشي او د دغه سازشونو پۀ ضد د عبدالمتين خان او د هغه د تورزنې کورنۍ مبارزه هم پۀ پام کې ونيولې شي نو هله به اوبۀ اوبۀ شي او پۍپۍ ۔ زمونږ هڅه به دا وي چې مونږ دې د دغه حالاتو جائزه د سياسي ، ټولنيز او اقتصادي زاويو پۀ پېمانه ګز راګز کړو۔۔ ځکه چې نړيوال انساني ژوند لاندې باندې د دغه درېو زاويو نه بېرون هيڅ توپير نه لري۔۔

لکه څنګه چې مخکې ذکر شوې ده چې د عمرا خان بابا لس ځامن وو۔۔ د بابا دغه ټول ځامن ښۀ چمتو او بېدار ځوانان وو ولې په دوی ټولو کې چې د عمرا خان په پل چا پل ايښے ؤ هغه عبدالمتين خان ؤ۔۔ هغه له خداے داسې يو اتل ننګيالے روح ورکړے ؤ چې په تبه ټوخي نه بلکه پۀ سنګر کښې ئې خپله ساه خپل خداے له ورکړه خو د پېغور داغ ئې پۀ کفن د ځان سره خاورو ته وې نه وړو۔۔ پۀ 1904 کښې په کابل کې د عمرا خان د مرګ نه پس پۀ کال 1916 کښې متين خان کوهي باجوړ او بيا جندول ته راغے۔۔ دغه وخت متين خان لا د پلار پۀ شان هلک ؤ۔۔ هغه د باړوې پۀ قلا درې ځله حمله وکړه۔ پۀ دې دوران کې بلها پېښې وشوې۔۔ چې پۀ دمه دمه به يوه يوه بيانوو۔ ولې دا وخت دلته د يو داسې سړي مرکه وړاندې کووم چې هغه د متين خان د رښتوني اتلتوب غمازي کوي .
د سخت جنګ او جګړو او وينې توئېدو نه پس محمد شريف خان ماتې وخوړه۔ خو دير باندې قبضې کولو نه پس عمرا خان د پناکوټ خان سره کړي ټولوظونه هېر کړل او د خپلو ټولو وعدو نه منکر شو۔
عبدالمتين خان هم د خپل پلار پۀ شان يو باتور او تکړه سړے ؤ۔ هغۀ درې ځله د باړوې پۀ قلعه حمله کړې وه خو بريالے شوے نۀ ؤ۔ پۀ اخري ځل هغه ونيولے شو۔ چونکې عبدالمتين خان سل يو نيم سل پورې کسان وژلي وو نو خلقو دے وژل غوښتل خو زما پلار دے د خلقو نه بچ کړو، يو محفوظ ځاے ته ئې بوتلو، ساه صورت ئې کړو واو خاطر مدار ئې ورله وکړو۔ خپله ټوپۍ ئې هم ورکړه او خپلې نوې څپلۍ ئې هم ورکړې ۔ ديا ئې دير ته راوستلو او مېلمستيا ئې ورکړه۔ دې نه پس ئې ورله د سرباټ کلے ورکړو چې پکښې زرخېزه زمکه او باغونه هم وو او ټول فصل به هم د دوي ؤ۔ خو بيا څۀ موده پس د يو سازش انکشاف وشو چې پکښې د علاقې اخونزادګان، د رباط يو څو خانان، د نزدې کليو مخه وريز خلق او خپله عبدالمتين خان هم ککړ وموندل شول ۔ پۀ دې کښې ځينې خلق دوسې هم وو چې زمونږ خپل وو خو زه ئې نومونه دلته اخستل نۀ غواړم۔ د واقعاتو ترمخه اخونزاده بهادر سېد صېب زما پلار ته ووئيل چې عبدالمتين خان ګرفتار کړه ځکه چې دا ټول سازش د هغۀ دے۔ زما د پلار او ترۀ عالم زېب خان کشاله د ډېر وروستو خبره ده۔ هغۀ زما د پلار نواب شاه جهان خان سره د کړې وعدې خلاف ورزي وکړه او د خلقو پۀ لمسه ئې بغاوت وکړو۔ د دواړو وروڼو ترمېنځه خونړۍ نخښته وشوه چې پکښې زما پلار بريالے شو۔

پۀ دې ګټه کښې د عبدالمتين خان ډېر لوے کردار ؤ۔ اصل کښې زما ترۀ غوښتل چې د دير حکمران شي خو کۀ ئې قابليت ؤ او نۀ مقبوليت نو بس د ماتې سره مخ شو او دير ته لاړو۔

د انګرېزانو پۀ وخت کښې هغۀ يوه لوظنامه وکړه او ود وظيفې که پس د جندول نه دستبردار شو۔ خو زما پلار تر اخره د هغۀ هر قسم مرسته کوله ۔

د عبدالمتين خان د وفات نه پس د هغۀ ځامن پۀ دير کښې اوسېدل خو د ملاکنډ پوليټيکل اېجنټ شېخ محبوب علي د عبدالمتين خان زوي اسدالله خان ته غوږونه ډکول شروع کړل او ورته ئې ووئيل چې دير پرېږده او ملاکنډ ته راشه او مونږ به ستا پوره پوره مرسته وکړو۔ شېخ محبوب علي اسدالله خان د دير نه راوغوښتو خو بيا ئې ن هغۀ هېڅ قسم مرسته ؤ نۀ کړه۔ د دې پس هغه مايوسه شو او افغانستان ته لاړو۔

Комментарии

Информация по комментариям в разработке