افغانستان کې طالبانو د ښځو پر طبي او روغتيايي زده کړو او روزنې هم بنديز لګولی - بي بي سي نړۍ دا وخت

Описание к видео افغانستان کې طالبانو د ښځو پر طبي او روغتيايي زده کړو او روزنې هم بنديز لګولی - بي بي سي نړۍ دا وخت

افغانستان کې طالبانو د راپورونو له مخې طبي روزنې او پوهنې کې هم د ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی. دا تر دې مهاله د پوهنې يوازينۍ بڼه وه، چې ښځو او نجونو په کې زده کړې کولی شوی. افغانستان کې ځايي رسنۍ وايي د طالبانو روغتيا وزارت، هغو موسسو او پوهنيزو ادارو ته چې د قابلګۍ او نرسېنګ يا روغتياپالنې ښوونه او زده کړې ورکوي، امر کړی چې ښځينه زده کوونکې دې نه پرېږدي. ځينې ويډيوګانې چې پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوې، ځينو پوهنتونونو او پوهنيزو مرکزونو کې ښځې ښکاري چې د دغه بنديز پر وړاندې احتجاج کوي. ډېرو یې ځکه طبي زده کړې غوره کړې وې، چې له وړاندې له ثانوي او پوهنتون کې له زده کړو منعه شوې دي.

#BBCPashto #BBCPashtoTV #BBCNarayDaWakht

0:00 بي بي سي نړۍ دا وخت
0:07 د سر خبر
0:25 روغتياپالنه کې د ښځو پر زده کړو طالب بنديز
1:45 د ښځينه زده کړيالانو غبرګون
3:41 د طالب بنديز په اړه خبرې
6:33 د معلوليت لرونکو نړيواله ورځ، او افغانستان کې یې حالت
10:17 د معلوليت لرونکو په اړه طالب چارواکي سره خبرې
15:15 لبنان کې د اوربند نازک حالت
16:54 سوريه کې د جګړې حالت
17:32 انټرنېټي امنيت او د بريتانويو چارواکو اندېښنې
18:05 اقتصاد، اوونيزه خپرونه

Subscribe for more videos: https://www.youtube.com/c/BBCPashto?s...
Youtube:    / @bbcpashto  
Like us on Facebook:   / bbcpashto  
Follow us on Twitter:   / bbcpashto  
Instagram:   / bbcpashto  

Комментарии

Информация по комментариям в разработке