آیا په افغانستان کې پانګونې ته شرایط برابر دي؟

Описание к видео آیا په افغانستان کې پانګونې ته شرایط برابر دي؟

همدا اونۍ د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده له یو شمیر پانګوالو او صنعتکارانو سره په کندهار کې وکتل او د ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

طالبانو په وار وار ویلي دي چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګې زمینه برابره ده.
آيا بهرني پانګوال په افغانستان کې سرمایه ګذارۍ ته زړه ښه کوي؟
دا اونۍ په پخلاینه خپرونه کې له خپلو مېلمنو د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال لطیف نظري او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی آذرخش حافظي دي.
خپرونه د جمعې په ورځ د آلمان پر وخت د ماسپښین پر ۳:۴۵ چې د افغانستان ۶:۱۵ بجې کیږي، د دویچه ویله پر پښتو فيسبوک پاڼه او یوټیوب چینل خپریږي.
تاسې هم کولی شئ خپلې پوښتنې او نظریات د تبصرو په برخه کې له موږ سره شریک کړئ.

Комментарии

Информация по комментариям в разработке