Ijaz Ufaq ۔ Da Mashom Ghondi Me Kat Kat Pa Khanda Ka + Che Bya Lali Pasey Kharab Sham Nashi Wakrhama

Описание к видео Ijaz Ufaq ۔ Da Mashom Ghondi Me Kat Kat Pa Khanda Ka + Che Bya Lali Pasey Kharab Sham Nashi Wakrhama

Ijaz Ufaq Live Concert At Edwardes College Peshawar 2024

⚠ Copyrights Notice: ©Ijaz Ufaq 2.0 2024 Youtube Channel
** This video is copyrighted to Ijaz Ufaq 2.0 Official.
Strong action will be taken against anyone who re-uploads this video **
_____________________________

د زړه کولپ مې د نظر په کیلۍ وا کړه
د ماشوم غوندې مې کټ کټ په خندا کړه

ملنګي مې ده په سرو سترګو منلې
را په ګوته شین غمی د استغنا کړه

پسې ګرځمه د خیال په جزیرو کې
دا رنګینه ورکه ته راته پیدا کړه

د ښکلاوو مشکل کتاب راته اسان کړه
ګرانه ما هم د خوږې مینې ملا کړه

توره شپه ده تور دیوان راته خرپېږي
کمربند د سپینو ستورو را تر ملا کړه

د جانان خوښه که څښي که بویوي یې
د کاروان غزل ګلونه د سوما کړه

پيرمحمد کاروان
__________________

چـــــــــې بيـــــــــا لالي پسي خفه شم بيا نشې اوکړمه
کاش ماضــــــــــي راشي او زه بيا هغه نخرې اوکړمه

زه چرت وهم چي ما په ځان کومې کانې او نه کړې؟
زه چرت وهم چې اوس په ځان کومې کانې اوکړمه؟

زه مــــــــــــــــــــــړې سندرې پسې دوه رکاته نفل کوم
رکوع کښې هاے هاے ،او سجدې کښې به ټپې اوکړمه

وعــــــــــــده ېې دا ده .چې جنت کښې به مزې کومه
خو شــرط يې دا دے چې تمام ژوند بې مزې اوکړمه

وطن مې ړنګ .ژوند مې تباه،هيلې مې خاورې ايرې
نورې د خـــــــــــداے د کړنو څومره تماشې اوکړمه؟

يو تبليغي، يو مــلا جان ، يو هغه مست پير صـاحب
ايمــــــــــــــــــانه!! وايه کنه چا سره لانجې اوکړمه؟

مـــــــــــــــمتازه تور څادر له غاړې تاوومه ،ځمه
د باچـــــــا خان بابا مزار کښې به څو شپې اوکړمه

ممتاز اورکزے

#ijazufaq #pashtoghazal #pashtonewsong

Комментарии

Информация по комментариям в разработке