Stargi Mashal Laram Na Las Ki Me Dowa Malanga ۔ Ijaz Ufaq | Live Concert at Islamabad

Описание к видео Stargi Mashal Laram Na Las Ki Me Dowa Malanga ۔ Ijaz Ufaq | Live Concert at Islamabad

سترګې مشال لرم نه لاس کې مې ډیوه ملنګه
لکه د هجر د شپې هره لار اوږده ملنګه

ښه ده چې هره کربلا مو له نژدې ولیده
ډېره مو کړې وه له ورایه تماشه ملنګه

دا خلک ساه نه اخلي مرګ ته ورځې شپې لنډوي
دا جهان نه دی دا جهان دی هدیره ملنګه

هره څېره ده د ګومان په اډانه ولاړه
هر تعلق دی لکه تېره زمانه ملنګه

توره تیاره ده او یاران دي د مارانو په شان
ته په چا ملا تړې ته خپله لار وهه ملنګه

خوب مې لیده او ددې خوب په معنا هم پوهېدم
لار مې لیده او رانه لاره ورکېده ملنګه

ورځ د تسنیم غوندې په نه زړه په خندا تېروه
چې نیمه شپه شي خپل زخمونه دې شمېره ملنګه

شاعر: ریاض تسنیم
سندرغاړی: اعجاز افق

#ijazufaq
#pashtoghazal
#pashtonewsong
#pashto
#pashtopoetry
#pashtoshayari
#pashtosong
#afghan
#afghanistan
#afghanmusic
#afghani

Комментарии

Информация по комментариям в разработке