طالبان د کوم قضایي سیستم له مخې پریکړې کوي؟

Описание к видео طالبان د کوم قضایي سیستم له مخې پریکړې کوي؟

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم پخوانی عدلي او قضايي سيستم هم ړنګ شوی. ایا طالبان لکه د تیر په څیر هماغسي تند لارو پریکړو ته ژمن دي؟ او که پخپل قضایي سیسټم کې يې بدلون راوستی؟ دوی وايي چې د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه له پیره پاتې اساسي قانون پلي کوي خو ایا د دغه اساسې قانون عدلي او قضایي قوانین هم پلي کیږې؟ او که د خپلې تيري دورې تګلارې عملې کوې.
د دې اونۍ د پخلایني په خپرونه کې له خپلو مېلمنو سره پر همدې موضوع بحث کوو د بحث میلمانه مو د عدلیي او قضایي وزارت ویاند مفتي محمد بشار او د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولني معاون عبدالسبحان مصباح دی.
خپرونه د جمعې په ورځ د آلمان پر وخت ۲:۴۵ دقیقو چې د افغانستان د ماښام ۶ بجې او ۱۵ دقیقې کیږي د دویچه ویله د پښتو فسبوک پاڼې او یوټیوب کانال له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي. تاسې هم کولی شئ چې خپلي پوښتني د تبصرو په برخه کې پریږدئ.

Комментарии

Информация по комментариям в разработке