ZWANA DA SOK YE WITH LYRICS| USTAD NASHENAS| BARI JEHANI| PASHTO SONG| ناشناس، ځوانه دا څوک یې

Описание к видео ZWANA DA SOK YE WITH LYRICS| USTAD NASHENAS| BARI JEHANI| PASHTO SONG| ناشناس، ځوانه دا څوک یې

#pashto #music #afghanistan #poetry #ghazal #afghan #barijehani #nashenas #classic #kabul #kandahar #patriots #ghanikhanpoetry #lyrics #videoleapapp #lyricvideo


د مورچل ځوانه

ځوانه  دا  څوک يې چي ګولۍ اوروې
د     خپل   نيکه   او    د   بابا  پر  کلي
دې    هديره  کي  دي خپلوان پراته دي
څوک يې پرون څوک يې پخوا ويشتلي

بيا غاړه کۍ د مردکيو ډکه
بيا دي اوږې له راکټونو درنې
بيا د اهاړ تږي مورچل ته درومې
بيا دي پر ستړي مخ راماتي خولې

بيا لکه باز پر لوړو څوکو ګرځې
بيا دي ميدان ته سترګي سرې نيولي
پر کومو مځکو به مرمۍ اورې
کومي ځوانۍ دي په قسمت ليکلي

دلته چي ته پر ماشه ګوته ايږدې
هلته له مځکي نه اورونه زېږي
ستا د ګوليو د باران له وهمه
اوس پر دښتونو غوټۍ نه سپړېږي

له  هري  لوېشتي  جنازې راپاڅي
د  مرګي  چيغو کلى کور اخيستى
پر شنو جلګو باندي دودونه ګرځي
ځوانه خبر سوې کابل اور اخيستى

د  خداى  دپاره  ځوانه  مه  اوروه
د  خپل  ابا  پر  مېنه  سره  اورونه
پرېږده  وراره  دي د ابۍ غېږه کي
وويني  ګرم   او   ماشوم  خوبونه

پرېږده چي بيا دا سوځېدلي دښتي
د   پېغلو   څڼو   ته   ګلونه   راوړي
د غم له ساندو  ستړي سوي کوڅې
بيا     اتڼونو    ته    ډولونه   راوړي

پرېږده چي بيا د شنه آسمان پر لمن
سپوږمۍ ته ستوري امېلونه راوړي
بيا د ادم رباب نغمې ويښي کړي
د ميني خوب ته تعبيرونه راوړي

بلا   دي    واخلم    مېړنيه   ځوانه
پرېږده مورچل دا د خونيانو ځالۍ
دا  ستا  د  پلار  ستا  د  ټبر  قاتلان
دا  د  رهــزونو   لـوټمـارانــو  ټـولـۍ

ستا  د ښادۍ د  غليمانو زړونه
په  تباهيو  باندي   نه  سړېږي
دا د پرديو پر کاسو لوى سوي
زموږ بېګانه په وينو نه مړېږي

پرېږده چي سره کي د قدرت لېوني
په   بې  ګناه   وينو  خيرن  لاسونه
ته  له   مورچله   ګولۍ   مه  اوروه
ځوانه وارى دي سم کاږه برېتونه.

عبدالباري جهاني
ويرجينيا، ۹۳/ ۱۱/ ۲

Комментарии

Информация по комментариям в разработке